خبرونهنړۍ

دوحه نن د اسلامي همکاریو سازمان د یوې غونډې کوربه دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

دوحه نن یکشنبه د اسلامي همکاریو د سازمان د یوې غونډېکوربه دی.

دا ناسته وروسته له هغې جوړیږي چې اسرائیلو پر قطر هوايي بریدونه وکړل او د هغه هېواد فضايي حریم یې مات کړ.

په هغه برید کې د حماس مشران په نښه شوي وو، چې په دوحه کې مهمه ناسته درلوده.

نننۍ ناستې ته چې د اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون لري، د دې احتمال شته چې د اسرائیلو د تیریو خلاف یوه ګډه ستراتیژي تصویب کړي.

سبا دوشنبه د همدې ناستې په لړ کې د اسلامي هېوادونو د سازمان مشرانو ناسته هم جوړیږي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري ویلي، اوس وخت کې د عرب او اسلامي نړۍ مشرانو ناسته ځانګړی اهمیت لري، ځکه د ده په خبره د اسرائیلو برید په خلاف به قطر سره د عربي او اسلامي نړۍ پراخو اړیکو ته انعکاس ورکړي.