د «فلایت رادار ۲۴» ویبپاڼې انځورونه ښایي، د جمعې په شپه د اسراییلو په هوایي حریم هیڅ پرواز نه دی ترسره شوی او داسې ښکاري چې د دې هیواد هوایي حریم تړل شوی.
څو شیبې وړاندې د العربیه خبري شبکې هم د خپل یوه خبریال له قوله راپور ورکړ چې د اسراییلو هوایي حریم تړل شوی. دغه خبري شبکه همدا راز ادعا کوي چې ډیرو نړیوالو هوایي شرکتونو اسراییلو ته خپل پروازونه لغوه کړي.
د اسراییلو د هوايي حریم د تړل کیدو په اړه دا خبرونه داسې مهال خپریږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسي برخې د مشر اسماعیل هنیه د مړينې پرسر تاوتریخوالی زیات شوی او ایران پر یاد هیواد د برید خبرداری ورکړی.