خبرونهسیمه

علي وزیر یو ځل ببا پاکستاني پولیسو ونیوه


راپورونه وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر بېګاه شپه په اسلام اباد کې پولیسو نیولی دی.
په یوه لنډه وډيو کې چې ټولنیزو شبکو کې لالا په لاس کېږي لیدل کېږي چې علي وزیر د اسلام اباد د پیمز روغتون له مخې پولیس له ځانه سره وړي او علي وزیر ورته وايي چې تاسو زیاتی کوئ.
علي وزیر ته یو نږدې کس نذیر وزیر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، تېر ماسختن
اسلام اباد کې د علي وزیر موټر سره بغیر نمبر پلیټ موټرسائیکل ټکر شوی، د موټر سائیکل واله لږ ټپي، شوی و علي وزیر او ملګرو یې سمدستي ټپي کس پیمز روغتون ته د درملنې لپاره وړی دی.
هغه زیاته کړې چې وروسته د اسلام اباد پولیس ورغلي او هغه یې له کوم اف ای ار (شکایت) پرته وړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلان کې لري چې د اکتوبر په ۱۱مه د پښتنو د حقونو په اړه دپرېکړې کولو لویه محکمه جوړه کړي او پښتانه د خپل حق په اړه خپله پرېکړه وکړي، خو ښکاري داسې چې د پاکستان حکومت د دغه احتجاجي پرلت د مخنیوي لپاره دا لړۍ پيل کړه.