د ایران دولتي خبري اژانس د دغه هېواد سپاه پاسداران ځواکونو د څېړنو له مخې خبر ورکړی چې په تهران کې د حماس مشر اسماعیل هنیه د لنډ واټن وسلې په مټ ویشتل شوی او ډز سره هم مهاله چاودنه هم شوې ده.
د سپاه پاسداران ځواکونو تر اعلامیې وړاندې د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمېسیون غړي احمد بخشایش اردستاني ددغه هېواد «ایران دیده بان» ورځپاڼې ته ویلي و، چې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه ترور دوه احتماله لري، یو دا چې اسرائیلو د کوچنۍ ډرون په مټ د هغه استوګنځی په نښه کړی وي.
د نوموړي په وینا دویمه سناریو بیا دا ده چې د ایران دننه د اسرائیلو نفوذي کسانو هغه مېلمستون په توغندي ویشتلی، چې اسماعیل هنیه پکې استوګن و.
خو اوس د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، د دوی څېړنې ښيي چې اسماعیل هنیه د داسې لنډ واټن ویشتونکې وسلې پر مټ په نښه شوی دی چې اووه کیلوګرامه سرګلوله یې لرله. دوی وايي له برید سره هم مهاله په نښه شوي ځای کې سخته چاودنه هم شوې ده.
د سپاه په اعلامیه کې د برید اصلي طراح او اجرا کوونکی اسرائیل بلل شوی او امریکا یې په ملاتړ تورنه شوې ده.
د حماس پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه او د هغه شخصي ساتونکی درې ورځې وړاندې پر چهارشنبه د تهران په شمال کې ووژل شول.
هغه ایران ته ددغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره ورغلی و او له وژل کېدو څو ساعته وړاندې یې د یاد هېواد له مذهبي مشر علي خامنه يي سره کتلي و.