د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې دغه هېواد په تېرو اوو میاشتو کې د د شلو افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰۰ کسان اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان یادې څرګندونې په یوه خپل تازه راپور کې کړي دي.
سرچېنې لیکلي چې ایران په تېرو اوه میاشتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان اعدام کړي چې شل تنه افغانان، ۴۲ بلوڅان، شل تنه کردان او ۱۵ ښځې پهکې شاملې دي.
راپور کې راغلي چې د اعدامونو دا شمېرې د تېر کال همدې مودې په پرتله دېرش فیصده کموالی ښيي.
د اعدامونو د کمښت عمده لاملونه پارلماني ټاکنې، د ولسمشرۍ دوه دورې انتخابات او د ابراهیم رییسي مرګ پېښې بللي دي.
ایران کې شاوخوا اته زره افغانان بندیان دي چې اکثر یې د مخدره موادو سره تړلیو جرمونو باندې نیول شوي، خو نه ده معلومه چې څومره یې په اعدام محکوم دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان بیا هم د اعدامونو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د مدني فعالانو او له مخدره موادو سره تړلیو جرمونو د محکومینو اعدامونه په زیاتېدو دي.
تېره میاشت د خپرو شویو شمېرو له مخې په ایران کې لږترلږه ۴۹ کسان اعدام شوي. له دې ډلې ۳۶ کسان یوازې د جولای په وروستیو ۱۱ ورځو کې، اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان هم د نړیوالې ټولنې د خاصې پاملرنې غوښتنه کوي څو پر ایران فشار راوړي چې له اعدامونو لاس په سر شي.