افغانستانخبرونه

د کابل عیدګاه جومات کې د اسماعیل هنیه فاتحه واخیستل شوه

نن د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د فاتحې مراسم ترسره شول.

اسماعیل هنیه د تیرې چهارشنبې په ورځ په ایران کې د توغندي په یو برید کې د خپل یو ساتوونکي سره ووژل شو. د اسماعیل هنیه جنازه د جمعې په ورځ د قطر پایتخت دوحه کې خاورو ته وسپارل شوه.

په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت د یو شمیر چارواکو د ګډون سربیره په سلګونو طالبانو او د اسماعیل هنیه مینه والو او خواخوږو ګډون کړی وو.