خبرونهنړۍ

ترکیي ‌ځواکونو په عراق او سوریه کې د کرد وسله والې ډلې پر ضد عملیات ترسره کړي

د ترکیې د دفاع وزارت وايي، د عراق او سوریې په شمالي څنډو کې یې د کرد وسله والو پر ضد عملیات ترسره کړي چې په پايله کې يې ۸ وسله وال وژلي دي.
د ترکیې د کردستان د کارګرو ګوند چې په ۱۹۷۸ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، په سیمه کې د يو آزاد کردستان د رامنځته کېدو په موخه په ایران، سوریه، عراق او ترکیه کې وسله واله مبارزه پيل کړې ده.
دغو هېوادونو په ځلونو د یادې ډلې پر ضد ګډ عملیاتونه ترسره کړي او په دې روستيو کې ترکیي ځواکونه په سوریه او عراق له دغه هېواد سره په ګډه پوله دواړو خواوو ته عملیات ترسره کوي.
تازه د ترکیې د دفاع وزارت په يو بیان کې ويلي چې د سوریې په شمال فرات او د عراق په شمال د خاکورک په سيمو کې عملیات ترسره کړي چې ۸ وسله وال یې په کې وژلي دي.
د دغه وزارت په يو بیان کې راغلي: «د پ. ک. ک. (د کردستان د کارګرو ګوند) لپاره نه د سوریې او نه هم د عراق شمال خوندی دی.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *