خبرونهسیمهنړۍ

د بنګله دېش د پوځ مشر: هېواد کې به انتقالي حکومت رامنځته او ټيکاو به پرځای شي

د بنګله دېش د پوځ مشر وايي، د دغه هېواد د لومړۍ وزير تر استعفی او له هېواد څخه تر وتلو وروسته به ډېر ژر په هېواد کې انتقالي حکومت رامنځته او ټيکاو به پر ځای شي.

شیخ حسینه واجد چې له تېرو شلو کلونو راهېسې پر بنګله دېش واکمنه وه، د تېرې شاوخوا يوې میاشتې خونړيو او قهرجنو لاريونونو وروسته نن مجبوره شوه چې له دندې استعفی ورکړي او هېواد څخه ووځي. د رپوټونو له مخې، هغې هند ته پنا وړې ده.

د بنګله دېش د پوځ مشر جنرال وقار الزمان د شیخ حسینې له وتلو وروسته اعلان وکړ چې د هېواد د امنيت او واک چارې د پوځ لاسته ورغلي، او ډېر ژر به انتقالي حکومت رامنځته شي.

هغه ويلي، خلک دې تشویش نه کوي، ټيکاو به ډېر ژر به ټول هېواد کې رامنځته شي او نوي حکومت ته به ډېر ژر چارې وسپارل شي.

دا اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول چې په کال ۱۹۷۱ کې کله چې بنګله دېش له پاکستان ازاد شو او هغه وخت پرېکړه وشوه چې د بنګله دېش د ازادۍ په جنګ کې برخه اخېستونکو کورنيو ته به په حکومت کې ۳۰ سلنه دندې ورکول کېږي چې په دې وروستيو کې د دغه طرز العمل په وجه لکونه بنګله ديشي لوستي ځوانان بې روزګاره و او دوی د همدغه قانون پر ضد لاریونه پيل کړل چې پایله یې د شیخ حسینې په تېښه تمامه شوه.