خبرونهسیمه

عراق پر امریکایي ځواکونو برید وغندل

د عراق دولت په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو پر عین الاسد نظامي اډه هغه راکیټي برید وغندل چې په پایله کې یې پنځه امریکایي سرتیري ټپیان شوي ول.

د راپورونو له مخې دغه برید تېره ورځ (۵ اګست) ترسره شوی وو.

د امریکا دفاع وزیر لوید استین له خپل اسرائیلي سیال یواو ګالانت سره په تلیفوني خبرو کې دغه برید ګواښوونکی اقدام بللی او د ایران او په ایران پوري تړلو نیابتي ډلو د تهدیدونو پر وړاندې یې پر ګډه مقابله ټینګار کړی دی.

عراق نن سه شنبه اعلان وکړ چې ټول هغه اقدامات چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو اډې، دیپلماتیکي استازولۍ او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو مرکزونه په نښه کوي، غندي.

د امریکا دفاع وزارت په تهران کې د اسمعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته چې له امله یې په منځني ختیځ کې ناندریو زور اخیستی او ډېر احتمال لیدل کېږي چې ایران او متحدین یې پر اسرایلو پراخ بریدونه پیل کړي اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې خپل نظامي او دفاعي ځواک پیاوړی کوي.

د امریکا دفاع وزیر لوید استین په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اسرایلو له دفاع وزیر یواوګالانت سره په تلیفوني خبرو کې یې د «ایران، حزب الله او د هغوی ملاتړو نظامي ډلو» پر وړاندې د اسرایلو امنیت خوندي کولو ډاډ ورکړی دی.

د «الثوریون» ډلې پر عین الاسد نظامي اډې د برید مسؤلیت په غاړه اخسیتی دی.