خبرونهسیمه

بلوڅ پیوستون ټولنه: د پاکستان پوځ د بلوڅو په عام وژنه کې ښکېل دی

بلوڅ پیوستون ټولنې نن (۶ اګست) په یوه اعلامیه کې ویلي چې بلوڅ قوم د خپلو انساني حقوقو او آزادیو غوښتلو په موخه راوتلي او پر امنه مظاهرې کوي او دا یې خپل انساني حق بللی دی.

دوی وایي د پاکستان پوځ په خپل وروستي خبري کنفرانس سره چې زموږ پر خود جوشه ولسي حرکت یې د غدارۍ او پردیو لخوا د ملاتړ تورونه ولګول دا ثابته کړه چې پوځ د بلوڅو په عام وژنه کې ښکېل دی او د بلوڅ قوم اتحاد وېرولی دی.

په اعلامیه کې راغلي: د پاکستان پوځ یواځې د بلوڅانو پر وړاندې نه، بلکې د ټولو محکومو قومونو پر وړاندې همدا پالیسي مخته وړي «موږ له شروع څخه دا خبره کړې چې په پاکستان کې نه جمهوریت شته، نه قانون او نه د ولس ارادې ته درناوی، بلکې هرڅه له پیل څخه پوځ یرغمل کړي او د فاشیزم بدترینه بېلګه پلي کوي».

په بیان کې راغلي: موږ یو خود جوشه ولسي حرکت یو او د خپلو خلکو لپاره آزادي او انساني حقوق غواړو. زموږ خلک او نړۍ پر دې پوهېږي چې نیابتي جګړې، وژنې او د انسانانو پر وینو تجارت د پاکستاني پوځ کاروبار دی.

بلوڅ بېلتونپال له کلونو راهیسي د خپل قام د محرومیتونو او کړاوونو پړه د پاکستان پر ریاست او پوځ اچوي او د خپلو خلکو د آزادۍ او انساني حقوقو لپاره یې ستر ولسي تحریک پیل کړی دی، چې په دې ورستیو کې د پاکستان امنیتي ادارو ددوی پر وړاندې پر تاوتریخوالي لاس پوري کړی دی او د پوځ په وروستي بیان کې پر دغه ولسي تحریک د غدارۍ او بهرني ملاتړ تورونه پوري شوي دي.