خبرونه

د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره د طالبانو د سفیر لیدنه او د اړیکو په پراختیا تآکید

په چین هیواد کې د طالبانو سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې پرون (۵ اګست) په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره لیدنه کړې او د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړي.

چین چې د امریکا او ناټو رقیب هیواد دی او په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف د حضور پر مهال د طالبانو د ملاتړ تورونه پرې لګېدل په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې د ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو په لټه کې دی.

طالبان چې کورنی او بهرنی مشروعیت نلري او د نړۍ هیڅ هیواد یې په رسمیت نه پېژني هڅه کوي چې د چین په شمول له ځینو هغو هیوادونو سره چې د جګړې پر مهال یې ددوی مرسته کوله او مشترک اهداف یې لرل دېته وهڅوي چې له دوی سره تعامل پراخ کړي.

په دې ورستیو کې پر خواله رسنیو ډېر داسي شواهد ښکته پورته کېږي چې ګڼ چینایي شرکتونه په افغانستان کې حضور لري او له افغانانو سره دا ویره پیدا شوې چې طالبان د خپلو موخو تر لاسه کولو موخه د افغانستان طبعي زېرمې په غیر مسلکي او یو اړخیزه توګه د چین په انحصار کې ورکړي.

دغه راز ډېری افغان سیاستوال له چین او ځینو نورو هیوادونو سره د طالبانو مرموزې اړیکې د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناکې ګڼي او باور لري چې دغه راز اړیکي افغانستان یوه بل توپان ته ټېلوهلی شي.