خبرونهنړۍ

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې ځواکونو هوایي برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي چې روسیې ځواکونو  کوستیانتینیوکا’ ښارګوټې پر یوه بازار باندې د روسي‌ ځواکونو برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

کوستیانتینیوکا ښارګوټې له روسیې څخه ۱۳ کیلومتره لرې پروت دی او نږدې هره ورځ د روسیې د هوايي بریدونو هدف ګرځي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر، ایګور کلیمینکو  ویلي چې په دغه برید کې لس کسان وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ددغه برید د غچ اخیستو خبره کړې ده.