افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

له ترهګرۍ سره د مبارزې چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره ت”ر ټولو لوی بهرنی خطر دی”، ځکه په وینا یې دا ډله د پیاوړي کېدو په حال کې ده.

له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف ویلي: «داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مالي او لوژستیکې برخې پیاوړې کړې دي او په دې کې یې د افغانستان او مرکزي اسیا له دیاسپورا (د کډوالو ټولنې) هم ګټه پورته کړې.»

د داعش خراسان څانګې نوم افغانستان کې د هغې ډلې وسله والو لپاره یادېږي، چې د اسلامي دولت ولایت خراسان په نامه پېژندل کېږي.

د یادونې ده، چې دې ډلې په تېره مارچ میاشت کې د روسیې پلازمېنې مسکو په یوه موسیقۍ تالار کې د برید مسوولیت منلی و، چې ۱۴۵ کسان پکې وژل شوي وو.