خبرونهعجایبنړۍ

هند کې د بیزوګانو له ډاره يوې مېرمنې له لوړ پوړ څخه دانګلي او مړه شوې

د هند په اتراپردیش ایالت کې يوې مېرمنې د بیزوګانو له ډاره د کور له چت (لوړ پوړ) څخه ځان ښکته غورځولی چې له امله يې مړه شوې ده.

د هندي رسنيو د معلوماتو له مخې، پوليسو ويلي دا پېښه په کوشامبي سيمه کې رامنځته شوې او دغې ښځې د بیزوګانو له ډاره غوښتل چې د رسۍ په واسطه له لوړ پوړ راکښته شي چې رسۍ شکېدلې او دا پېښه رامنځته شوې ده.

په هند کې بیزوګانې ځکه ډېرې دي چې هلته ورته خلک په مذهبي لحاظ عقیده لري او څوک ورته څه نه وايي.