د ایران انقلاب ساتونکي ځواک خپله سمندري ډله په ناڅاپي توګه زياته کړه او دوی ته يې په يو ځل تر ۲۶۵۴ د بېړۍ ضد توغنديز سيسټمونه او بې پېلوټه الوتکې ورکړې.
د ایراني رسنيو د راپور له مخې، دا توغنديز سيسټم کولی شي چې په لنډه او اوږده فاصله کې خپل هدف له منځه يوسي.
دغه راز په دغو تازه جنګي تجهيزاتو کې داسې کروز مزايل هم شته چې د ايراني رسنيو د معلوماتو پر بنسټ د دښمن رادار سيسټم يې نه شي کشف کولی.
د يادولو وړ ده چې په ایران کې د حماس غورځنګ د سياسي مشر اسماعيل هنيه تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي خپل پوځ ته پر اسرائیل د برید امر کړی دی.