خبرونهنړۍ

امریکا پر سعودي د وسلو د خرڅلاو بنديز پای ته ورسوه

امریکايي رسنۍ وايي، د بايډن حکومت له سعودي عربستان سره د يوې هوکړې له مخې په دغه هېواد باندې د وسلو د خرڅلاو د مخنيوي بنديز پای ته ورسوه.

د سرچينو په وینا، دواړو حکومتونو هوکړه کړې چې ډېر ژر به سعودي عربستان باندې د هوا له لارې په ځمکه کې د دښمن په نښه کولو وسايل چې ښايي بې پيلوټه الوتکې، جېټ الوتکې او نور په کې شامل وي، سعودي باندې وپلورل شي.

يو برتانوي خبري اژانس ويلي، سعودي عربستان ته د وسلو د ورکړې هوکړه په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د يمن د حوثي وسله والو او سعودي عربستان ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته وشوه.

په دغه موده کې دواړو خواوو يو پر بل برید نه دی کړی.