افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو کس په ډزو وژل شوی

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یو ځوان په ډزو وژلی دی.

دا پېښه  تېره ورځ جمعه د زمري پر ۱۹مه، د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند په «اخوندازه اډې» سیمه کې شوې ده.

یوه سرچېنه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، دا کس جومات د تلو په حال کې و چې د ناپېژاندو وسله‌والو له برید سره مخ شوی دی.

تر اوسه د دې سړي د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

رسمي سرچېنو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.