افغانستانخبرونهلوبې

کابل کې د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مشهورې سیالۍ (شپږیزه لیګ) نهم پړاو نن دوشنبه په کابل کې پيل شوې.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي، دا ځل یادې سیالۍ پخپله کوي او پنځه لوبډلې به په‌کې یو د بل پر وړاندې سیالۍ وکړي.

د لیګ لومړۍ لوبه به د سپین غړ پړانګانو او بند امیر ښارمارانو د لوبډلو ترمنځ د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي او دویمه سیالي به په همدې ورځ تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو د لوبډلو ترمنځ وي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په‌دې پړاو کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځیني نوموتي لوبغاړي هم ولوبيږي، خو لا څرګنده نه‌ده چې په لومړنیو سیالیو کې به د راشدخان، محمدنبي او رحمن‌الله ګربز په څېر مخکښ لوبغاړي موجود وي که نه؟

د ویلو ده چې د یاد لیګ پر مهال به ټولټال ۲۱ سیالۍ ترسره شي او د اګست میاشتې تر ۲۵مې نېټې به وغځیږي.