د بشري حقونو د څارسازمان “هیومان رایټس واچ” وایي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په نړۍ کې د ښځو له حقونو څخه جدي سرغړونې رامنځته کړي دي.
دې سازمان پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پهکې تر شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوي.
دغه راز طالبانو د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ حق هم تر پښو لاندې کړی، هغوی یې له ډېرو کارونو څخه راګرځولي، د هغو ښځو خوندیتوب یې لهمنځه وړی چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخامخ دي، روغتیایي خدمتونو ته یې د هغوی د لاسرسي په وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي، له سپورټ او ان پارکونو ته یې د هغوی د تلو مخه نیولې ده.
د خبرپاڼې لهمخې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ دغه وضعیت د تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو د ګوښه کولو یو بنسټیز سیسټم بللی دی.
درې ورځې وروسته د اګسټ پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو درې کاله پوره کېږي، خو واکمني یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نهده پېژندلې.