خبرونهسیمهنړۍ

سرچيني: ایران ښايي راتلونکو څو ورځو کې پر اسرائیل برید وکړي

راپورونه وايي، اسرائیل تمه لري چې په راتلوکو څو ورځو کې د ایران له لوري په دغه هېواد باندې لوی برید وشي چې خو اسرائیل دغه برید ته د ډېر لوی اهمیت په سترګه نه ګوري.

د اسرائیل ټايمز په نوم یوې رسنۍ د راپور له مخې، د اسرائیل په پوځ کې ځينو سرچینو ویلي، ډېر اټکل دا دی چې تهران به د راتلونکې پنچشنبې په ورځ پر دغه هېواد برید وکړي خو امریکا هوډ کړی چې تر دغه برید وړاندې به په سیمه کې یوه جنګي اوبتل بېړۍ چې پر ځیرکو (هدف ویشتونکو) راکټونو باندې به سمباله وي، ځای پرځای کړي.

د راپور پر بنسټ، ایران به په خپل دغه نوي اقدام پر خپله تېره کړې هغه ژمنه خاورې واړوي چې نړۍوالې ټولنې ته يې ويلي و که اسرائیل تایید نکړي چې اسماعیل هنیه دوی وژلی، دوی به يې د غچ اخېستو پر خاطر برید نه کوي. په داسې حال کې چې تر اوسه په رسمي ډول اسرائیل د حماس غورځنګ د سياسي برخې د مشر اسماعيل هنیه د وژلو په تړاو چې په تهران کې ترور شو، رد یا تایید نه دی کړی.

د اسرائیلو د پوځ دوو سرچینو د اکسیوس په نوم يوې اسرائیلۍ رسنۍ ته تایید کړې چې د  دغه هېواد د پوځ وروستۍ ارزونې ښۍ چې تهران به تر را روانې پنجشنبې په پورې پر تل ابیب برید وکړي.

سرچینې وایي، چې د اسرائیل د دفاع وزیر یواو ګالانټ د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین سره اړیکه کړې او دا موضوع یې ورسره شریکه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په يو بیان کې د اسټین او ګالانټ د خبرو پخلی کړی او ويلي يې دي چې اسټین امر کړی چې د جورجیا په نوم اوبتل چې په هدف ویشتونکو توغندیو سمبال دی، ژر تر ژر دې سیمې ته ولېږل شي.