د ايران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان ستراتيژیک مرستیال محمد جواد ظریف چې د پزشکیان تر ټولو ستر ملاتړی و، له خپلې نوې دندې استعفی ورکړه.
جواد ظریف په يو بیان کې د خپلې استعفی په اړه ويلي چې په نوې کابينه کې د دغه هېواد اسلامي شورا جرګې لخوا د لاسوهنې له امله یې استعفی ورکړې ده.
د ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي پزشکیان له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي جواد ظریف د (رهبرۍ شورا) په نوم د یوې شورا د مشر په توګه وټاکه، چې د کاندیدانو له ډلې څخه د ولسمشر د نوې کابینې د غړو نوملړ تنظیم کړي.
د څلورو اونیو په اوږدو کې، دې شورا د کابینې د ټاکل کېدو لپاره له زرو څخه د زیاتو نوماندانو د شالیدونو له څیړلو وروسته، ښاغلي پزشکیان ته یو لېست وړاندې کړ، خو د ښاغلي ظریف په وینا، له ۱۹ کسانو څخه یوازې ۱۰ کسان د ولسمشر لخوا جرګې معرفي شول.
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر له نوي ولسمشر سره چې په دې وروستیو کې د هغه د ستراتیژیک مرستیال په توګه ټاکل شوی و، له لیدو ډډه کړې او نوې کابینې چې د یکشنبې په ورځ پارلمان ته معرفي شوه، لا هم د باور رایه نه ده ترلاسه کړې.