افغانستانخبرونه

طالبان: له اوسني نظام څخه په هر قیمت دفاع کوو

طالبان وایي چې اوسنۍ نظام د افغانانو په خورا سختۍ او قربانیو مینځته راغلي، په کلکه به ساتي او په هر قیمت به ترې دفاع کوي.

نن (د زمري میاشتې ۲۴ مه) په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو له درېیم کاله سره برابر ده.

طالبان د همدې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یو له مهمو او ویاړلو ورځو څخه «د فتح ورځ په نامه  ثبت شوه چې له امله یې افغانستان  له شل کلن اشغال او تجازو» څخه خلاص شو.

سرچېنې لیکلي: «د دې ورځې د راتګ لپاره زموږ مجاهدینواوخلګو خورا سترې او سختې قربانۍ ورکړې او زموږ دافغانانو د جهاد، مبارزې، صبر او استقامت په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره د وخت ستر متجاوز قوت ماتې وخوړه او جهادي مبارزه  مو بریالی شوه.»

طالبانو خپل خلکو ته مبارکي ورکړې او د قربانیو ستاینه یې کړې ده.

اعلامیه کې راغلي، د افغانانو قربانیو د راتلونکونسلونو لپاره داسې ستر درس پريښود چې باید هيڅکله هیر نشي.

طالبانو ویلي، ژمنه کوي چې د افغانانو د سختو ستړیاو په مقابل کې لاسته راغلی اسلامي نظام به کلک ساتي او په هر قیمت به ترې دفاع کوي.