طالبان واک ته د رسېدو درېيمه کليزه په دوو جلا غونډو کې نمانځي
طالبان وايي، د (زمري ۲۴مه) پر افغانستان د دوی د بيا واکمن کېدو درېيمه کليزه په دوو جلا ملکي او نظامي غونډو سره نمانځي.
کابل ټیلیګراف ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د دوشنبې په ورځ د اګسټ ۱۲مه د افغانستان د کورنيو او يو شمېر نړيوالو رسنيو استازي وربللي او هغوی ته يې د زمري ۲۴مې ورځې د نمانځنې مراسمو ته په پراخه کچه او سمه توګه د پوښښ ورکولو په اړه سپارښتنې کړې دي.
طالبانو د رسنيو استازو ته ويلي، چې د زمري ۲۴مې ورځې په مناسبت د دفاع وزارت له لوري يوه غونډه په بګرام هوايي ډګر کې په پام کې نيول شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې نظامي نمایشات، د رسمګذشت مراسم او د طالب چارواکو ويناوې په نظر کې نيول شوې دي.
بګرام هغه هوايي اډه ده چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې پر ساتلو ټينګار کړی و او ويلي يې و چې ياده اډه چين ته ډېره زياته نژدې موقيعت لري.
د سرچينې په وينا، په بګرام کې د زمري ۲۴مې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د طالبانو رئيسالوزرا ملا محمد حسن اخوند او د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد يعقوب مجاهد ويناوې کوي.
ټاکل شوې دغه غونډه چهارشنبه د آګسټ ۱۴مه سهار ۸:۳۰ بجې پيل او ښايي تر دوو ساعتونو دوام وکړي.
د اسد ۲۴مې په مناسبت بله غونډه ملکي ده چې له لومړۍ غونډې نيم ساعت وروسته پيليږي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا غونډه په پلازمېنه کابل کې دايريږي، د مرکزي ولايتونو ۱۳زره کسان ورته رابلل شوي دي.
دغه کسان به د موټرو په کاروانونو کې پلازمېنې کابل ته راځي او د اسد له ۲۴مې به نمانځنه کوي.
دا غونډه د پوهنې، لوړو زدهکړو وزارتونو او المپيک او بدني روزنې ادارې سره په همغږۍ د ترانو، تمثيلي پارچو او ورزشي نمايشونو په ښوولو سره ترسره کېږي.
له دې سره هممهال په ولايتونو کې هم د اسد د ۲۴مې په مناسبت ځانګړې غونډې او مراسم په پام کې نيول شوي دي.
که څه هم طالبانو د اسد ۲۴مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې خو یو شمېر هېوادوال اندېښمن دي چې د نورو مناسبتي ورځو په څېر ښایي په دې ورځ هم مخابراتي شبکې بندې وي او د دوی پر ورځنیو چارو ښايي ډېر اغېز ولري.
طالبان دغه ورځ “د امریکايي اشغال د خاتمې” او ” فتحې” په نومونو یادوي په داسې حال کې چې امریکاي وايي، له طالبانو سره د قطر د دوحې په پایله کې دوی له افغانستانه وتلي دي.