په فرانسه کې دوو پوځي جیټ الوتکو په هوا کې ټکر کړی چې د یوې پیلوټ د پراشوټ په واسطه ځان ځمکې ته ښکته کړی او د دوېیمې جیټ الوتکې کې سپاره روزونکی او یوه زده کوونکی پیلوټ یې ورک دي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د فرانسې په شمال ختیځ کې شوې ده.
په پایتخت پاریس کې د فرانسې د هوايي ځواکونو یو ویاند ویلي چې دا د غږ له سرعت څخه ګړندۍ (سوپرسونیک) الوتکې د سېنټ ډیزیر په هوايي اډې پورې اړه لري.
د فرانسې د دفاع وزارت ویاند سباستیان لیکورنو په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې یو پیلوټ روغ موندل شوی او په دوو نورو پسې لټون دوام لري.
چارواکي وايي چې د فرانسې شمال ختیځ کلمبي ایل بلز ښارګوټي په سر ددغه پېښې لامل سمدستي ندی څرګند شوی او د پوځي مسئولینو له څېړنو وروسته په ډاګه شي.