د خلکو د بېوزلۍ اوج؛ زابل کې د ملا عمر قبر ته ورغلی سړک پر سل ميليونه افغانۍ جوړیږي
هېواد کې ډیری کسان له سختو اقتصادي ستونزو کړیږي، خو په زابل کې سېمهییزې سرچېنې وایي چې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد زیارت ته غزیدلی سړک په سل میلیونه افغانۍ جوړوي.
د زابل ولايت سيمهييزو چارواکو د سېشنبې په ورځ د زمري ۲۳مه ويلي، یاد سړک چې نيږدې ۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو قرارداد يې د دفاع وزارت د استازي حاجي عبدالصمد چې په حاجي لالک مشهور دی، له لوري د شاوخوا «سل میلیونه» افغانیو په ارزښت له يو خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
طالبان چارواکي زياتوي، دغه سړک چې د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې پروت دی، د جوړولو چارې به یې په لنډو ورځو کې پیل شي. د شرکت مسوولینو هم ويلي، چې ددې سړک چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، سل ميليونه افغانۍ د زرګونو کورنيو لومړنۍ اړتياوې پوره کوي او د لوږې له ناورين يې ژغوري.
يو شمېر عام هېوادوال پوښتنه کوي چې د ملا عمر زيارت ته د يو سړک پر جوړولو سل ميليونه افغانۍ مصرف د طالبانو هغه ادعا دروغ ثابتوي چې ګينې دوی عمري عدالت ته ژمن خلک دي.
دوی وايي د ملا عمر توپير له هغو کسانو سره څه دی چې مړي يې هم په لسګونو جريبه ځمکې غصب کړې دي.
د ساختماني چارو کارپوهان او د سړک جوړولو انجینران بیا د سړک جوړولو لپاره دا بودیجه ډېره ګڼي او وایي، په دغه قرارداد کې درغلي شوې ده.
یو لویو لارو د جوړولو متخصص یو انجنیر کابل ټیلیګراف ته وويل: 《
معمولا د ولسوالیو تر منځ سړکونه په هېواد کې دویمه درجه سړکونه دي چې پر یو کیلومټر اسفالټ سړک چې عرض یې ۷ مټره وي ممکن تر ۵ میلیونو افغانیو او حتا په کانکرېټي سړک تر ۷ میلیونو افغانیو لګښت راشي. مانا ټولټال په ۸ کیلومټره اعلی کوالیټي سړک له ۵۵ میلیونه افغانیو زیات لګښت نه راځي.》
د کابل ښار د اوولسمې ناحيې اړوند دهکېپک سيمه کې د مارشال فهيم د قبر شاوخوا ۵۵۵ جربيه ځمکه د نوموړي د قبر اړوند ګرځول شوې او غصب شوې وه.
ياده ځمکه څه موده وړاندې طالبانو دولتي ثابته کړه او د عمومي هديرې د جوړولو په موخه يې حجاو اوقافو وزارت ته وسپارله.
په کابل کې د «سنبلې ۱۸مې) نمانځنې ته چې د احمدشاه مسعود د وژل کېدو له ورځې سره برابره ده، د وخت د حکومت له لوري په ميليونونو افغانۍ ځانګړې کېدې.
دا مهال په کابل او ولايتونو کې د اسد ۲۴مې پر افغانستان د طالبانو د واکمن کېدو د ورځې په مناسبت ځانګړې تابياوې نيول شوې دي. له دې تابياوو ښکاري چې له دولتي بودجې ورته ميليونونه افغانۍ ورکړل شوې او بيا لګول شوي دي.
خلک پوښتنه کوي چې په ورته کړنو د طالب او د پخوانيو هغو هېڅ توپير نشته، ټول د واک او ځواک تږي دي، بېپروا لګښتونه کوي، خو ملت له لوږې سره لاس او ګریوان دی.
طالبان پر یاد سرک داسې مهال ۱۰۰ میلونه افغانۍ لګوي چې د خوړو نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال اکتوبر ۱۶ له راپور سره سم ۱۵ میلیونه افغانان په دې اندېښنه کې دي چې د راتلونکې ورځې خواړه به له کومه کوي. د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان د راپور لمخې له هرو پنځو افغان کورنیو څخه یوه یې خپل ماشومان کار ته استوي ځکه چې د ورځنیو لګښتونو او خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره کافي منابع نلري. نیږدې یو ملیون کم عمره ماشومان کار کوي ځکه ددې کورنیو سرپرستي د هغو ښځو پر غاړه ده چې په روانو شرایطو کې د کار زمینه ورته برابره نده.