افغانستانخبرونهراپورونه

طالب او پاکستاني چارواکو اسلام‌اباد کې د کابل د سقوط ورځ ونمانځله

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت له پاکستاني چارواکو سره په ګډه ددې سفارت په ودانۍ کې د کابل د سقوط ورځ (د زمري ۲۴مه) په پرتمينو مراسمو سره نمانځلې ده.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت نن جمعه، د زمري ۲۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د پاکستان فدرال وزیر ریاض حسین پیرزاده، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، د پارلمان غړي محمود خان اڅکزی، د جماعت اسلامی ګوند مشر سراج الحق، د پیپلز ګوند غړي سناتور طلحه محمود، د وحدت المسلمین ګوند مشر علامه راجه عباس جعفري، د تحریک انصاف ګوند استاځزو، ګڼو نورو پاکستاني چارواکو، د سیاسي ګوندونو غړو، مشهورو ژورنالستانو، ديني علماوو او د پوهنتون استادانو برخه اخيستې وه.

دغو مراسمو ته په پاکستان کې د طالبانو د سفارت سرپرست سردار احمد شکيب د خپلو خبرو پر مهال په تېرو دریو کلونو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته  اشاره وکړه او ويې ويل چې، په دې موده کې افغانستان د ډیرو مثبتو لاسته راوړنو شاهد دی.

هغه زياته کړه له دغو لاسته راوړنو څخه یو سرتاسری امنیت او ثبات ټینګښت دی چې په ټول هیواد کې یې د سوداګرۍ، پانګونې او سیاحت لپاره زمینه برابره کړې.

نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه هم خبرې وکړې خو ددې پر ځای چې د کډوالو پر ستونزو وغږیږي، د افغان کډوالو د کوربتوب له امله يې له پاکستان مننه وکړه.

په دې غونډه کې مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، سراج‌الحق او يو شمېر نور هغه ګډونوال دي چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو پر وضعيت يې يوه ورځ هم غږ پورته نه کړ.

دغو کسانو د چمن د پرلت په تړاو هېڅ هم نه دي ويلي، د‌ تورخم پر جګړې چې له کبله يې اووه سوه افغانې کورنۍ بې‌ځايه شوې او درې بې ګناه ماشومان او ښځې پکې ولګېدې، هېڅ نه دي ويلي.

دوی حتی د ای اېس ای له ويرې د ګيله‌من وزير په اړه هېڅ هم ونه ويل او د هغه په تړاو يې يوه د خواشينۍ اعلاميه هم ور نه کړه.

طالبانو د زمري ۲۴مه د کابل د سقوط او د جمهوريت د پرځېدو ورځ په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې په پرتمينو مراسمو سره ونمانځله.

تر دې دمه معلومه نه ده چې \ددې ورځې په مناسبت پر جوړو شويو مراسمو څومره لګښت راغلی دی.

د يادونې وړ ده چې دغو مراسمو ته د روسیې، چین، عراق، ایران، ازبکستان، قطر، اندونیزیا، مالیزیا، سوډان، یمن، قرغزستان او نورو ګڼو سیاسي استازولیو استازي هم وربلل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *