خبرونهنړۍ

روسیې امریکا ته د اټومي وسلو د محدود ساتلو تړون د غځولو وړاندیز کړی دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د مسکو د خبر اژانس د راپور له مخې، روس امریکا ته د “نیو START” تړون د یو کال لپاره د تمدید وړاندیز کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، روس چمتو دی چې د یو کال لپاره د خپلو اټومي وسلو شمېر ثابت وساتي، خو په دې شرط چې امریکا هم ورته کار وکړي.

هغه زیاته کړه، دا اقدام د امریکا سره د ستراتیژیکو وسلو د سیالۍ د مخنیوي لپاره ضروري دی.

نوموړي زیاته کړې، د تړون د یو کال غځېدو له لارې د روس او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو خبرو اترو امکان زیاتېږي.

د خبر اژانس د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۰ کال د تړون له مخې دواړه هېوادونه مکلف دي چې د اټومي وسلو ځای پر ځای کول محدود وساتي.

د راپور له مخې، د امریکا او روس تر منځ د وسلو د کمولو دا تړون د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۵ پای ته رسېږي.