یو ایراني مقام د چابهار بندر له لارې چین ته د افغانستان د کانونو د ډبرو د لومړنۍ جوپې د صادریدو خبر ورکړ او په دغه جوپه کې ۱۲ لارۍ ډبرې شاملې دي.
د ایران د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو د عمومي ادارې مرستیال حسین شهدادي ویلي، چې په دې جوپه کې ۱۲ لارۍ ډبرې شاملې دي، چې له نیمروز ولایت څخه ایران ته داخلې شوې او د چابهار بندر له لارې چین ته استول شوې دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د شهدادي له قوله لیکلي: “د چابهار بندر د افغانستان د دوست او ګاونډي هیواد پانګوالو او سوداګرو لپاره په کلني ډول له ۸۰۰ میلیونه او ۵۰۰ زره ټنو څخه د زیاتو مالونو د تخلیې او لیږد د ظرفیت په لرلو سره یو بې ساری فرصت دی.”
دغه ایراني مقام د چابهار بندر له لارې د توکو صادرات د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ته د سوداګرۍ او ترانزیت تر ټولو ارزانه لاره بللې ده.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تر اوسه د افغانستان د معدني ډبرو د لومړۍ جوپې د صادراتو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د قیمتي ډبرو د استخراج او د سیمې هېوادونو ته د صادراتو لړۍ جاري ساتلې ده.
د راپورونو له مخې، د چابهار بندر د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې مخکې د پخواني حکومت پر مهال د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ لپاره کارول کېده، په تېره بیا هغه مهال چې د پاکستان حکومت د واګې بندر له لارې افغانستان ته د هند له خوا د مرسته شویو غلو د لېږد مخه ونیوله. بیا دغه غنم د چابهار بندر له لارې د هند څخه افغانستان ته لېږدول کېدل. خو په هغه وخت کې متحده ایالاتو په استثنایي ډول د دې بندر له لارې د غنمو د لیږدولو اجازه ورکړې وه.