افغانستانخبرونه

پاکستان تورخم دروازه يو ځل بيا د تګ راتګ لپاره بنده کړه

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې پاکستاني نظامیان د تورخم هغې غاړې عملیات کوي چې له امله یې تورخم دروازه د تګ راتګ په موخه تړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن د شنبې په ورځ په يوې اعلامیه کې وويل: «تورخم دروازه پاکستاني لوري يو ځل بيا له فرضي کرښې پورې غاړې د خپلو ځينو ستونزو له امله تړلې. د لارې خلاصون سره به سم خبرتيا خپره شي، هيله ده چې مسافرين له تګ څخه ډډه وکړي.»

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وياند عبدالبصیر زابلی بیا وايي چې لاره د دواړو لورو د هوکړې پر بنسټ تړل شوې ده.

ویل کېږي په سيمه کې پاکستاني ځواکونو د امریکا په ملاتړ عملیات پيل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *