اسرائیلي پوځيانو په غزه کې پر خبریالانو برید کړی او دغه راز يې خان يونس سيمه کې يې په هغو خبریالانو هم مستقيمې ډزې کړي چې ژوندي نشرات يې درلودل.
د عربي رسنيو د معلوماتو له مخې، اسرائيلي پوځيانو يوه ښځينه خبریاله چې کېمره ميني یې کوله په نښه کړې او ټپي کړې ده خو نور خبريالان له سيمې په تېښته بريالي شوي.
بلخوا په تېرو څلرويشت ساعتونو کې غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۲۵ فلسطينيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر له ۷مې چې په غزه کې جګړه پيل شوې تر اوسه ۱۶۸ خبریالان وژل شوي دي.