خبرونهسیمهنړۍ

د پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې وسله والو د پوليسو پر موټر برید کړی

پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې ناڅرګندو وسله والو کسانو د پوليسو په يو موټر باندې برید کړی چې پايله کې يې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خیبر پښتونخوا د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي چې پېښه د برګي په نوم د پوليسو د مرکز په يو موټر باندې شوی چې يو پوليس په کې وژل شوی او د يو پوليس افسر په ګډون دوه نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې، ملاتړي پوليس د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او له بریدګرو سره یې جګړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *