افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: ۲۰۲۳ کال د مرستندویه کارکوونکو لپاره خونړی کال وو

ملګرو ملتونو د بشردوستۍ او بشردوستانه مرستو رسوونکو نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېر ۲۰۲۳ کال د مرستندویه کارکوونکو لپاره ترټولو خونړی کال وو.

به خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۶۱ مرستندویان وژل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی پکې راغلی دی.

دغه سازمان وایي ( د واک خاوندانو پاتي راتلل باید نور پای ومومي او د بشري مرستو رسوونکو، ملکي وګړو او ټولیزو تاسیساتو تر برید لاندي راتلل باید بند شي ).

د افغانستان لپاره د دغه سازمان د مشر ځانګړی استازی انډریکا راټواټ وايي، په دغه نړیواله ورځ موږ باید پر بشري مرسته رسوونکو د بریدونو زیاتېدو او عامېدو پر وړاندې او د هغو خنډونو پر وړاندې چې تر ټولو اړمنو خلکو ته د مرستې رسولو په ترڅ کې ورسره مخ کېږي ودرېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د وګړو لویه برخه یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، چې افغانستان هم د بشري مرستو رسوونکو لپاره خطرناک هېواد دی، د نومړي په وینا (افغانستان له اوږدې مودې راهیسي د بشري مرستو رسوونکو لپاره د خطرناکو هېوادونو په کتار کې دی).

انډریکا راټوټ وایي، که نړۍ ددوی د خوندي ساتلو په برخه کې پاته راځي دا به په دې معنی وي چې د هغو خلکو پر وړاندې ناکام دي چې بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې امله به ملیونونه اړمن انسانان له بشري مرستو څخه بې برخي او ژوند به یې اغېزمن شي.

دغه سازمان وایي، چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یواځې په غزه کې ۱۵۰ د بشري مرستو رسوونکي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *