د امریکا متحده ایالتونو په جنوبي کوریا باندې د ۳.۵ میلیارد ډالرو په ازښت د ۳۶ اې اچ-۶۴ اي اپاچې برید کوونکو هیلو کوپترو، د همدې هیلو کوپترو اړوند تجهیزاتو او توغندیو پلور منظور کړ.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې هیلوکوپترو سره به د جنوبي کوریا پوځ ته دا وړتیا ورکړل شي چې د دښمن مخه ونیسي او په سیمه ایزو عملیاتو کې برخه واخلي.
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دې هیلوکوپترو وړاندیز شوې پلورنه به د کوریا د جمهوریت وړتیاوې پراخه کړي چې د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو مقابله وکړی شي.
سرچېنې لیکلي چې پدې چورلکو سره به د یو “ستر متحد امنیت غوره شي چې د هند – آرام سمندر په سیمې کې د سیاسي ثبات او اقتصادي ودې لپاره یو قوت دی”.
متحده ایالات داسې مهال په جنوبي کوریا ددې الوتکو پلور منظوروي چې په عین ورځ د دواړو هیوادونو پوځ ګډ کلني نظامي تمرینات هم پیل کړي دي.