د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان او ترکمن چارواکو په تورغنډۍ کې د اوسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نلليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه لیدنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد سفر پر مهال د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف په مشرۍ د هغه هېواد پلاوی ګډون درلود.
یاد پلاویو د هرات ولایت په توغونډۍ سیمه کې د ګډلې ته څېرمه سره لیدلي دي.
متقيد ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت اړوندو ارګانونو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د غځولو لپاره خپل چمتووالي بشپړ کړي دي او تيار دي چې عملي کار پيل شي.
مردوف ویلی چې هېواد يې بشپړه ژمنتيا لري چې ډېر ژر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي عملي چارو د پيل ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ او سټېشن د رغولو چارې هم پيل شي او د نورالجهاد دبرق سبسټېشن به ګټه اخيستلو ته وسپارل شي.