د جرمني پولیسو وايي، هغه مشکوک کس یې نیولی چې تېره ورځ د دغه هېواد د یوه تاریخي ښار د کالیزې په مراسمو کې پر ګډونوالو د چړې برید کړی و.
دا برید د جمعې په ماښام داسې حال شوی، چې خلک د دې صنعتي زولېنګن ښار د تاسیس ۶۵۰ مې کلیزې لمانځنې مراسمو روان وو اوياد ښار د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی، چې ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.
په دغه برید کې درې کسان وژل شوي وو او څلور نور ټپیان شوي وو.
د راپورنو له مخې، پولیسو هغه کس نیولی چې د دغه هېواد پر دریو وګړو د چړې برید شک پرې کېږي.
نیول شوي کس په داسې حال کې ځان پولیسو ته سپارلی دی چې په وينو لړلې جامې يې اغوستې وې.