د طالبانو لوړو زده کړو وزیر وایي، د نجونو زده کړې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ځنډول شوي دي، او په دې اړه پوښتنې هم تر امر ثاني معطل دي.
د طالبانو له راتګ را وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې و ځنډول شوې او ور پسې پوهنتونه هم د نجونو پر مخ وتړل شول.
نن د طالبانو لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې په دې اړه پوښتنې هم تر امر ثاني معطل دي.
هغه وویل چې هرڅوک دې په دې برخه کې له ځان څخه مفتي او عالم نه جوړوي او دغه کار د اسلامي شریعت له مخې شوی دی.
ده دغه راز ویلي که څوک یې د خلاصون په اړه مستند دلایل لري نو دغه وزارت ته مراجعه وکړي.
ندیم ویلي چې دیني عالمانو څېرنې په دې اړه جریان لري او چې کله بشپړې شوې معلومه به شي چې ایا د نجونو زده کړې د اسلامي شریعت مطابق جواز لري او کنه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په وار وار ځینو طالب چارواکو د نجونو زده کړې روا ګڼلي خو ځینې نور یې بدل دریځ لري.
ګڼ شمېر افغانانو او نړیوالو بنسټونو په دې اړه غبرګونو ښودلي خو طالبان ویلي چې د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو سره به دغه ستونزه حل شي خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.