اروپايي ټولنې وایي، په افغانستان کې یې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې او د ماشومانو د زدکړې په برخه کې د ۱۳ میلیون یورو د اضافي مرستې اعلان کړی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوف یونیسف د دې خبر په خپرولو سره خوشبیني څرګنده کړې او وايي د اروپایي ټولنې له مرستو به له ۷۸۰۰۰ زیات افغان ماشومان په بېړنیو حالاتو کې د تغذيې او زدکړې په چوکاټ کې برخمن شي.
دا اضافي مرسته د اروپایي اتحادیې د ملکي خوندیتابه او بشري مرستو د عملیاتو د برخې (ECHO) له خوا ورکړل شوې ده.
په افغانستان کې د یونیسف ویاند سلام الجنابي وايي چې په افغانستان کې سږکال ۲۳.۷ میلیونه خلک چې نیمایي یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ده په وینا، د اټکل له مخې په ۲۰۲۴ کې به نږدې ۳ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
یونیسف وايي، تر ۸۵ زرو ډېر ماشومان به له شدیدې خوارځواکۍ د دوی ژوند ته له ورپېښ ګواښه د خلاصون لپاره درملنې ته اړتیا ولري.