د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ لخوا د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ د ډزو په پايله کې ۱۴ سرتيري او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (اي.ایس.پي.آر) په يو بیان کې ويلي په تېرو څلرويشت ساعتونو کې وسله والو د بلوچستان په مختلفو سيمو کې د وسله والو بریدونو پلان درلود چې پوځ يې پر ضد عملیات پیل کړل.
د راپور له مخې، وسله والو هم پر پوځ ډزې او بریدونه کړي چې دوه اړخیزو نښتو کې ۲۱ وسله والو او ۱۴ سرتيري وژل شوي دي.
بلخوا په دغه موده کې د بلوچستان د کويټې په شاوخوا کې د لويې لارې پر سر وسله والو کسانو ۲۳ موټر چلوونکي او سپرلۍ وژلي او په يوه بله سيمه کې يې د ریل پټلۍ (اورګاډي پټلۍ) په بمونو الوځولې او له نورو سيمو سره د کویټې د اورګاډي تګ راتګ ورسره بند شوی دی.