د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د امربالمعروف قانون په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه قانو پر رسنیو او خبریالانو بندیزونه نور هم کلکوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرو سره لیکلي: «په دې قانون کې ښکاره او مبهم محدودیتونه په پام کې نيول شوي چې کولای شي د رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو کارونه اغېزمن کړي.»
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په اوولسمه ماده کې ويل شوي چې یو محتسب باید د رسنیو مسوولین د داسې مطالبو په خپرولو مکلف کړي چې د مذهب او شریعت مخالف نه وي، د مسلمان توهين او تحقير پکې نه وي او ذي روح (د ژوندیو شیانو) عکسونه ونه لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې «دا موضوع مبهمه ده او ښايي له دې بېلابېل برداشتونه شي او له امله يې رسنۍ او خبریالان وځپل شي.»
دې بنسټ د طالبانو د قانون د همدې مادې یو بل بند چې د ژوندیو شیانو عکسونه پکې منع شوي دي، د رسنیو په تړاو د طالبانو نوی فرمان ګڼلی دی.
دې مرکز نورو مواردو لکه د غږ له ثبتولو او راډیو څخه د سوء استفادې مخنيوي، له کوره د ښځو د غږ نه وتلو او د نیکټايي په غاړه کولو ته اشاره کړې او ويلي يې دې چې د دې مواردو محتوا مهمه نه ده، خو د دې لپاره مجازات ټاکل شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پر رسنیو د محدودیتونو او پر ټولنې يې د بدو پايلو په تړاو خبرداری ورکړی او له طالبانو يې غوښتي چې له رسنیو سره پر خپل چلند بیا ځلې غور وکړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د عامه رسنیو له قانون سره سم بنسټیز حقونه ولري.