په خوست ولایت کې د قومي مشرانو او ځايي طالب چارواکو په منځګړتوب د څلورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د خوست ولايت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسواليو کې د دغه ولایت د قومي مشرانو، د ولایت مرستیال او امنيه قوماندان په منځګړتوب د څلورو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوه کورنيو په اسماعیل خېلو او دوو کورنيو په مندوزیو کې دښمنی رامنځته شوې، وه چې مرګ ژوبله يې هم درلوده.