افغانستانخبرونه

هلمند کې درې کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه

د طالبانو ستره محکمه وایي، په هلمند ولایت کې یې په بېلابېلو جرمونو تورنو درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.

سترې محکمې دغه څرګندونې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې کړي او لیکلي یې دي چې دغه سزا د محکمې له پرېکړې وروسته ورکړل شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې یاد کسان په قطاع الطريقۍ او غلا متهم وو.

سترې محکمې د معلوماتو له مخې، ابتدائيه محکمې د يادو متهمينو له جملې دوه تنه پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزيري سزا او درېيم متهم پر اته مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري محکوم کړی و.

د یادونې ده چې تېره ورځ په زابل ولایت کې هم ۱۲ کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوې وه.