د پاکستان د ماليې وزارت د سعودي عربستان څخه د ۱ ميلیارد او ۲۰۰ ميليونه ډالرو نور پور غوښته وکړه.
ياد وزارت وايي، سعودي عربستان، چین او د عربو متحده امارت له پاکستان سره د ۱۲ ميلیارده ډالرو د پور ورکړې لپاره چمتوالی ښودلی دی.
سرچینې وايي، پاکستان د سعودي حکومت ته د ۱ ميليارد او ۲۰۰ ميليونه دالرو د پور وړانديز لګېږدلی دی او دا قرضه د پاکستان د اقتصادي ستونزو د حل د هغه پلان لپاره راخېستل کېږي چې د دوه ميليارده ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.