په کابل کې د جاپان سفارت وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د حکومت پر لپسې محدویتونه د اندېښنې وړ دي.
ياد سفارت پر خپله اېکس پاڼه باندې د طالبانو د امربااالمعروف وزارت د وروستي قانون په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي.
په دې غبرګون کې راغلي دي: «موږ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پرلپسې محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګدوو لکه څرنګه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکرپه قانون کې اعلان شوی.»
د جاپان سفارت له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو د زده کړو، کار او نورو برخو کې د ازادۍ لپاره د دوی غږ واوري.
د طالبانو حکومت په دې وروستيو کې د امر باالمعروف ادارې لپاره نوی قانون وضع کړ چې د ښځو لپاره په کې ډېر کلک شرايط وړاندې شوي دي.