د طالبانو په حکومت کز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یو پلاوي په مشرۍ نن مازیګر د ترکمنستان هېواد ته په سفر ولاړ.
د یاد وزارت پر اېکس پاڼه خپور شوي خبر کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري ديو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د بهرنیو چارو وزارت، ماليې وزارت، ټولګټو وزارت او د برېښنا شرکت استازو یې ملتيا کوله د یو رسمي سفر په ترڅ کې ترکمنستان هېواد ته روان شو.
د سرچینې د معلومانو له مخې، نوموړی پلاوی به په دغه سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره په عشق آباد کې د ټاپی، ټاپ، او ریل پټلۍ برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا او همدا راز د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل په اړه خبرې اترې او بحثونه ولري.