یو ازبکستاني شرکت افغانستان کې د سیمکارټونو تولید برخه کې پانګونه کوي
د طالبانو په حکومت کې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت وايي، د ازبکستان هېواد یو شرکت غواړي افغانستان کې د سیمکارټونو د تولید په برخه کې کار ؤکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مخابراتو وزیر د ازبکستان هېواد له یو شمېر پانګوالو سره لیدنه وکړه.
دی وايي، مولوي نجیب الله حیات حقاني د ازبکستان هېواد له یو شمېر پانګه والو سره چې افغانستان کې د سیمکارټونو د واردولو او تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري خبرې وکړې.
دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت د قوانینو او مقرراتو له مخې له ټولو پانګه والو سره قانوني همکارۍ ته ژمن دی او د سیمکارټونو د تولید په برخه کې د وزارت اړوند د اترا ادارې او د مخابراتي خدمتونو د نظارت او کنټرول رییسانو په مشرۍ یې یوه ګډې کمېټې ته دنده وسپارله چې له یاد شرکت سره موضوع ؤڅېړي او وروستي جزیات یې مقام سره شریک کړي.