د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې راتلونکو پروګرامونو لپاره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
کرېکټ بورډ چهارشنبه د وږي پر ۷مه ویلي چې یاده لوبډله به د روان کال له اګست څخه د ۲۰۲۵م کال تر اپرېل پورې د اسیا جام په ګدون ګڼو سیالیو کې برخه واخلي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې دا لوبغاړي به د دغو پروګرامونو په لومړۍ میاشت کې د فزیکي تکړښت او ظرفیت لوړونې کمپ او وروسته به د اکټوبر تر ۲۱مې په بل روزنیز کمپ کې ګډون وکړي.
کرېکټ بورډ ویلي چې د کمپونو له پای ته رسېدو وروسته به افغان لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزې لوبلړۍ کې برخه واخلي.
د یادونې ده چې د اسیا جام له سیالیو وروسته د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې وکړي.