خبرونهنړۍ

پاکستان کې د برېښنا بیو زیاتېده او د مالیاتو وضع کېدل؛ یو شمېر سوادګرو اعتصاب کړی

د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې سوداګرو د برښنا د بیو د زیاتېدو او پر دوکانونو د نویو مالیاتو د وضع کېدو له امله په دې اعتراض لاس پورې کړی دی.

اسلام‌اباد وروسته تر دې دا پرېکړې وکړې چې تېره میاشت یې د پیسو له نړیوال صندوق یا “آی‌ایم‌ایف” سره یوه تړون لاسلیک کړ چې نورې اووه میلیارډه ډالر پور ترلاسه کړي.

اسوشېټېډپرېس اژانس لیکي چې په پاکستان کې د قیمتونو لوړوالي په پراخه کچه ناخوښي رامنځته کړې او لاریونونو ته یې لار هواره کړې ده.

په ټول پاکستان کې نن عامه بازارونه بند دي، یوازې درملتونونه او هغه دوکانونه چې لومړني خوراکي مواد پلوري پرانیستې دي.

دوکانونه په پلازمېنه اسلام‌اباد کې بند شوې دي، اسلام‌اباد ته نژدې په راولپنډۍ کې هم دوکانونه تړل شوي، همداراز په لاهور او کراچۍ کې دا اعتصاب روان دی.

د دې اعتراض غوښتنه د پاکستان د جماعت اسلامي مشر نعیم‌الرحمان کړې او د سوداګرو اکثرو ټولنو او اتحادیو یې ملاتړ کړی دی.