ټیکنالوژي

د ټیلیګرام مالک د ۵ میلیونه یورو په بدل کې په مشروط ډول ازاد شو

د ټیلیګرام د ټولنيزې شبکې مالک پاويل دوروف چې څو ورځې وړانې په پاريس کې نيول شوی و، د فرانسې د يوې محکمې له لوري د پنځه میلیونه یورې ضمانت په ورکړې سره په مشروط ډول ازاد شو.

نوموړی به د محکمې د څېړنو تر بشپړولو پورې له فرانسې بهر نه شي تللی.

۳۹ کلن پاويل دوروف چې اصلاً د روسيې هېواد وګړی دی او اوس د فرانسي تابعیت لري، اړ دی چې اوونۍ کې دوه ورځې د پوليسو يو ماموریت ته حاضر شي او د څېړنو تر بشپړېدو به فرانسه کې وي.

نوموړی د تېرې شنبې په ورځ هغه مهال چې د فرانسې په لا بورژه هوايي ډګر کې له الوتکې را کښته شو، په ټلیګرام کې د جرم تر سره کولو په تور ونیول شو.