افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه د امریکا تازه اندېښنې

د امريکا د متحده‌ايالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش اسلامي دولت ډله په بشپړه توګه له منځه تللې، خو د دې ادعاوو په خلاف په دې هېواد کې د دې ډلې “داعش” تر څنګ څو نورې ترهګرې ډلې هم فعاليت کوي.

د پنټاګون ویاند جنرال پټ رایډر پرون سې شنبه د اګست ۲۷مه یو خبري کنفرانس ته وویل همدا لامل دى چې سیمه کې د دوى “دقيقه ” څارنه دوام لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ټینګار وکړ چې دوی د داعش په څېر د يوې ترهګرې ډلې ګواښ له پامه نه شي غورځولی.

نوموړي د طالبانو او داعش تر منځ د توپیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هم وویل: “طالبان اوس د افغانستان حکومت دی او د دې پر بنسټ چې دوی اوس پر افغانستان حاکم دي، زه دا اصطلاح په غیررسمي توګه کاروم، د طالبانو او داعش خراسان څانګې تر منځ توپپرونه شته، خو په دې هېواد کې نورې وړې ترهګرې ډلې شته چې افغانستان کې فعاليت لري نو له همدې امله مونږ پر سيمې خپلې څارنې او نظارت ته دوام ورکوو.”

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست قاري فصیح‌الدین فطرت تېره ورځ کابل کې په یوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د داعش فزيکي شتون رد کړ.

تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې داعش ډله له منځه تللې ده.