د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، له دغه هېواد څخه به د افغانانو د ویستلو دويمه لړۍ ډير ژر پيل شي چې له مخې به يې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد ونلري، وویستل شي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير سید محسن نقوي پرون په اسلام اباد کې د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په همدې تړاو خبرې کړي دي.
هغه ويلي، هېڅ بهرنی وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو حق نه لري او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو دویمه لړۍ به به ډېر ژر پيل کړي.
نوموړي يو ځل بيا تور پورې کړی چې پاکستاني طالبانو تحريک چې اوسمهال يې په پاکستان کې بریدونه ډېر کړي، دغه بریدونه له افغانستانه تنظيموي چې د دوی د خپلو وګړو د امنيت په موخه دا چاره ترسره کوي.